حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

خبرونه

اتریش د بنګلدیش لپاره د فرنټیکس چارټرعملیاتو کي برخه اخلي
د اتریش لخوا ۴ بنګلدیشي اتباع په ډاکه کي اړوند چارواکو ته وسپارل شول.
د ۲۰۲۲ کال د جنوري د میاشتي پر ۱۸مه بنګلدیش ته د بیرته ستنولو چارټر عملیات ترسره شوه چي دا عملیات د فرنټیکس سره په همغږي ترسره شوه. په مجموعي ډول به ۳۳ کسان په ډاکه کي چاواکو ته وسپارل شي، چي د هغوئ له جملې څخه ۴ بنګالیان، ۲۶ د جرمني، او ۳ د رومانیا اتباع دي.
د اتریش څخه ایستل شوي ۴ کسان په خاص ډول بهرنیان دي، د کوموکسانو چي د پنا غوښتني کړنلاري تر مخه لا په اصولي ډول منفي پای ته رسیدلي دي.
راستنېدونکو کسانو په ټاکلي وخت کي د اتریش هیواد له خاوري څخه په وتلو نه دي بریالي شوي، نو په همدې اساس د مهاجرت او پنا غوښتني فدرالي دفتر (بي اف اې) باید د بهرنیانو د پولیسو د مقررولو په نتیجه کي د هیواد څخه د اجباري ایستلو عمل سرته ورسوي.