حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

خبرونه

افغانستان، ایران، او پاکستان: اروپايي ټولنه د بشري مرستي لپاره ۱۱۳ میلیونه یورو ځانګړي کوي.
د ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتي پر ۳۱مه د افغانستان په اړه د بسپنه ورکووونکو په کنفرانس کي به اروپايي کمیسیون له افغانانو سره د اروپایي ټولني د بشري مرستو په لړ کي ۱۱۳ میلیونه یورو اعلان کړي.
د بحران د مدیریت لپاره د اروپايي ټولني کمیشنر، جینز لینارچیچ وویل، افغانستان لا هم هم تر دې دمه د نړۍ له یو له ترټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی. اروپایي ټولنه له فغانستان سره په کلکه ملاتړ کوي او په ایران او پاکستان کي له زیان ور اوښتونکو افغان کډوالو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په دې پیسو کي ۱۸ میلیونه یورو شامل دي چي سږ کال به ایران او پاکستان ته ځانګړي شي.
د اروپایي ټولني په بشري مرستو کي طبي مرستي، خوراکي توکي، سرپنا او همدارنګه د ملکي وګړو ساتنه او د افغانانو او ګاونډیو هیوادونو ته د بې ځایه شویو افغانانو لپاره د پوهنیزي پروژې پکښي شاملي دي. د اروپايي ټولني مرستي همیشه د نړیوالو مرستندویه سازمانونو، د سره صلیب نړیوالي کمیټې، د سره صلیب نړیوال فدراسیون، د سرې میاشتي نړیوالي ټولني او د ملګرو ملتونو د سازمانونو له لاري لیږدول کیږي.