د سوري کډوالو لپاره د قاچاقبرانو لس میاشتنی بند

خبرونه

اتریش پاکستان ته د فرنټیکس چارټر په عملیاتو کي برخه اخلي
یو ۴۱ کلن سوریایي تن د ۲۰۲۲ کال د اپریل د میاشتي پر ۴مه په فیلډکیرچ محلي محکمې کي د خلګو د قاچاق په تور په غیر مشروطه بند محکوم شو.
په تورن کس باندي تور لګول شوی دی چي د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت کي له ویانا څخه د بریګنز له لاري جرمني ته تللی وو. د شته معلوماتو پر اساس تورن کس لمړی په ویانا کي د خپلو څلورو نورو اتباعو سره د ریل ګادۍ ټکټونه رانیولي وه او چي بیا ورسره تر بریګنز پوري په ریل ګاډۍ کي ملکري وه. له هغه څخه باید دوئ د المان سفر ته دوام ورکړی وای.
یو سوریایي غوښتل چي د هالنډ د تابیعت اخیستلو او بل غوښتال د سویډن د تابیعت اخیستلو لپاره کوښښ وکړي. د المان د پولي په اوږدو کي د بریګنز څخه، که څه هم باید کس پخپله مخ ته تتلی وای، کوم چي د هغه سیمي په اړه د معلوماتو نه لرلو په نتیجه کي پاتي راغلي وه. دا ډله په بریګنز ګرفتاره شوه او قضات یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.