حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

خبرونه

د کډوالو ۴۴۱ قاچاقبران ونیول شول
د ۲۰۲۱ کال د کډوالو د قاچاقبرانو راپور
په ۲۰۲۱ کال کي ۴۱۶۱۲ خلګ په فدرالي خاوره کي نیول شوي دي، چي د تیر کال په پرتله ۹۲ فیصده زیاتوالی ښيي (۲۰۲۰: ۲۱۶۴۱). پولیسو پ همدې موده کي د کډوالو ۴۴۱ قاچاقبران نیولي دي چي دا په تیرو پنځو کلونو کي تر ټولو لوی تعداد دی (۲۰۲۰:۳۱۱). د ۲۰۲۰ کال په پرتله بدلونونه د نیول شویو کسانو په میلیتونو کي لیدل کیدای شي: هغه هیوادونه چي په مطلق شمیر کي پکښي ترټولو لوړ زیاتوالی ښودل شوی هغه سوریه (۱۲۲۷۶)، افغانستان (۶۲۳۹)، پاکستان (۱۳۵۱) او مراکش (۱۹۱).
په ۲۰۲۱ کې، پولیس هم وتوانیدل چې د انساني قاچاق لپاره ۳۸ شکمن او د پولې هاخوا د فحشا د قاچاق لپاره ۳۱ شکمن کسان وپیژني. د انساني قاچاق ۷۵ قربانیان او د پولې هاخوا د فحشا د قاچاق ۴۴ قربانیان خوشي شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال ډسمبر د میاشتي پر اول تاریخ، د فدرالي جنایي پولیسو په دفتر کي د خلګو د قاچاق او انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره ځانګړې څانګه جوړه شوه، کوم چي ټول وړتیاوي په یوه ځای کي را ټولوي. دا څانګه په ۵۰ ښځینه او نارینه متخصصینو باندي سمبال ده. نړیواله همکاري، بالخصوص په لویدیځ ابکان کي پر هغه متمرکزه ده.