حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

خبرونه

سیمه ایزي مرستي: د افغانستان لپاره ۷ میلیونه یورو بشري مرسته
له زلزلې وروسته فدرالي حکومت په ځمکه باندي د مرستندویه سازمانونو ملاتړ کوي.
د افغانستان د ملکي وګړو د شدید بشري بیړني حالت د را کمولو په مقصد، فدراي حکومت په افغانستان او شاوخوا سیمو کي د مرستندویه موسسو لپاره د بهرنیو ناخوالو له وجهي له صندوق (اف ډی اف) څخه اووه میلیونه یورو افغانستان ته ورکوي. دا به د داخلي بې ځایه شویو او افغان مهاجرینو لپاره اغیزمني مرستي تضمین کړي چي خپلو کورنیو ته نږدې دي او اروپا ته د محلي مهاجرتونو د جریان په مخنیوي کي مرسته کوي.
د مرستي پیسې په مستقیم ډول مرستندویه موسسو ته لیږدول کیږي، تر څو طالبان یې د خپلو ناوړه اهدافو لپاره استعمال نه کړي. ددې له جملې څخه به د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ۴ میلیونه یورو، د سره صلیب او سرې میاشتي ټولني نړیوال فدراسیون یو میلیون یورو، او په افغانستان کي د اتریش مرستندویه موسسه دوه میلیونه یورو ورکوي.