حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

خبرونه

د قاچاق پر وړاندي د مبارزې اړوند اقدامات به جاري وي.
د خلګو د قاچاق د پیښې تر ثبت وروسته، نور د قاچاق پر وړاندي د مبارزې اړوند اقدامات به جاري وي.
د کورنیو چارو وزیر کارنر وايي چي، د قاچاقبرانو او غیر قانوني مهاجرتونو پر وړاندي قاطع اقدامات د انسانانو د ژوند خوندي کولو لپاره دي.
په اتریش کي د جاري کال له شروع څخه تر اوسه ۳۹۱ تنه قاچاقبران نیول شوي دي چي دا د تیر کال په پرتله لوړه شمیره ښيي.
دا بریالیتوبونه د مهاجرت د چارواکو او د جنايي تحقیقاتو د څانکو پّ هره څانګه کي د سرحد له کنټرول څخه نیولې بیا تر ستراتیژیک تحلیل پوري ددوئ د پرلپسې هلو ځلو نتیجه ده. اتریش د غیر قانوني مهاجرت او د خلګو د قاچاق د جرمونو پر وړاندي د مبارزې لپاره پر اقداماتو سربیره، یو شمیر نړیوالي لاري چاري هم تر نظر لاندي لري. د مثال په توګه، د بالکان آیالتونو په شمول په بهر کي د پولیسو د چارواکو سره تبادلې شاملي دي. د هنګري سره هم هر اړخیزه همغږي شتون لري، چیري چي د اتریش د پولیسو قوي قطعه او د عصري ټکنالوژي سره د سرحدونو په ساتنه کي کومک کوي.