حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

خبرونه

اتریش هندوستان ته د اروپا لمړنی FRONTEX منشور تنظیم کړ.
۱۹ کسه هندي اتباع له اتریش څخه بیرته را ستانه او په ډهلي کي چارواکو ته وسپارل شوه.
هندوستان د اروپا د لمړي منشور د راستنېدو په جریان کي په ټولنیزه توګه ۱۹ هندي اتباع دړ ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۲۹ تاریخ په ډهلي کي چارواکو ته وسپارل شوه. ددې منشور عملیات د اتریش لخوا جمتو شوي دي، او د FRONTEX لخوا ورسره همکاري شوې ده.
د ټولو هغو کسانو په قضیه کي چي له اتریش څخه را ستانه شوي دي، د مهاجرینو وضیعت په انفرادي قضیو کي د قانون اړوند د پنا غوښتني پروسې سره سم معینه شوي او پایله یې منفي راوتلې ده. هندي اتباع عموما د (مهاجرت او پنا ورکوني فدرالي دفتر BFA) لخوا د خوندیتوب د مرستو د ترلاسه کولو لږ چانس لري. اوسمهال یې د پیژندني پایله صفر فیصد ته رسېدلې ده.
له همدې امله، د هندي اتباعو په قضیه کي د خوندیتوب غوښتني ازمویني شاوخوا ۸۰ فیصده قضیو کي د تیز تعقیب پروسې (په اوسط ډول د ۲۷ ورځو موده) یا ګړندۍي پروسې (په ۷۲ ساعتونو کي په لمړي مثال پریکړه) کي ترسره کیږي.