حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

خبرونه

د فرنټیکس په مشرۍ عملیاتو کې د 100 څخه ډیر قاچاقبران نیول شوي دي.
د جون له 23 نیټې څخه د جولای تر 3 نېټې پوري، Frontex، د اروپا د سرحداتو او ساحل ساتونکو ادارو، او د اتریش د چارواکو سره په ګډه همکاري په مرکزي او سویل ختیځه اروپا کې د جدي او منظم سرحدي جرمونو پروړاندې د نړیوال عملیاتو مشري پر غاړه واخیسته.
دا عملیات چې د ګډو عملیاتو د ورځو (JAD) ډینیوب 8 په نوم یادیږي، د مهاجرینو د قاچاق، د انسانانو د قاچاق او اسنادو کي د درغلیو سره مبارزه يې اصلي هدف بلل کیږي.
یوازې د یوې (1) اونۍ په جریان کې، عملیاتو د پام وړ بریالي پایلې ترلاسه کړې او برخه اخیستونکي چارواکي توانیدلي دي چې د 108 قاچاقبرانو په نیولو او د انسانانو د قاچاق دوه قضیې ثبت کړي. سربېره پر دې، 115 جعلي اسناد کشف او 25 غلا شوي وسایط نیول شوي دي. په مجموعي ډول، نږدې 65 ملیونه سرحدي بررسۍ ترسره شوي.