حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

News

خبرونه

د ایټالیا په لامپیدوسا ټاپو وزمه کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله 41 مهاجر وژل شوي دي.

د لامپیدوسا په ساحل کې یوه نوې دردوونکې غمیزه رامنځ ته شوې ده. ژغورونکو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي دي چي، د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو وزمي ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې 41 کډوال مړه شوي دي.

څلور ژغورونکي چې درې (3) یې نارینه او یوه (1) یې ښځه پکې شامله وه، د مالټا د کارګو کښتۍ لخوا ژغورل شوي دي او د ایټالیا د ساحل ساتونکو لخوا لامپیدوسا ته انتقال شوي دي. ژغورونکو وویل چې کښتۍ چې شاوخوا اووه (7) متره اوږدوالی یې درلود، د تیرې هفتې د پنجشنبې په ورځ له سفیکس څخه روانه شوه، خو د یوې لویې څپې له امله په څو ساعتونو کې ډوبه شوه.

په وژل شویو کسانو کې درې (3) کوچنیان هم شامل دي. تر اوسه د هیڅ چا جسد نه دی ترلاسه شوی.

د مدیترانې کرښه په نړۍ کې د مهاجرینو یوه له خطرناکترینو لارو څخه ده. د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) ارقام ښیې چې د 2014 کال راهیسې نږدې 28000 کسان د خطرناک سمندري سفر په پایله کې ورک شوي دي.