حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

News

خبرونه

اتریش بلغاریا ته د ډوبلین چارټر - بیرته راستنیدو عملیات تنظیم کړل

5 کسان د ډوبلین III اصولو پر اساس و بلغاریا ته ولیږدل سول

سږکال د اتریش لخوا و بلغاریا ته د تنظیم شوي نهم ډوبلین چارټر - بیرته راستنیدو عملیاتو په جریان کې ، د ډوبلین III اصولو سره سم د 2023 کال د اکتوبر په 4 مه نیټه 5 کسان لیږدول سوي. په راستانه سويو کسانو کې درې سوريايي او دوه افغانان هم شامل دي. د دي پروسي په جریان کي د لوړ کیفیت معیارونه ساتل سوي وه.

د چارټر بیرته راستنیدو سربیره ، د ټاکل سویو الوتنو لخوا منظم انتقال هم شتون لري. د 2023 د اګست تر پایه، بلغاریا ته د ډوبلین ټولټال 65 انتقالونه ترسره سوي - تقریبآ د تیر ټول کال په پرتله نږدې دوه چنده.

د ډوبلین III اصولو هدف د غړو هیوادونو ترمنځ د نړیوال محافظت غوښتنلیکونو د کتلو مسؤلیت ټاکل دی او د EU په ټولو غړو هیوادونو او همدارنګه سویزرلینډ ، لیچټینسټین ، ناروې او آیسلینډ کې عملي کیږي.