حقایق وګورئ - د ناقانونه مهاجرت په اړه حقیقت

News

خبرونه

په 2023 کې د راستنیدونکو په تعداد کې د پام وړ زیاتوالی

د اتریش څخه د وتلو کډوالو تعداد د پام وړ لوړ سوی دی. د دي سره په مقایسه، په 2023 کال کې 25 سلنه ډیر بیرته راستانه سوي، پداسې حال کې چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه تقریبآ 50 سلنه کم سوي.

په 2023 کال کې په اتریش کې د هغه کسانو د وتلو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی کوم چی د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتني کړي دي. له جنورۍ څخه د اکتوبر میاشتې تر وروستیو پورې 10478 بېرته ستانه سوي چې له دې جملې څخه 5496 یې په خپله خوښه (52 سلنه) او 4982 یې په جبري توګه وتلي دي (48 سلنه) . د تیر کال په پرتله، دا په بیرته راستنیدو کې 25 سلنه زیاتوالی دی، پداسې حال کې چې په 2023 کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نږدې 50 سلنه کم سوي. په تیر کال (2022) کې، د جنوري او اکتوبر تر پایه 8,403 بیرته راستانه شوي.

له 45 سلنې څخه ډیر هغه کسانو جرمي محکومیت لري کوم چې په زوره له دي هیواد څخه راستانه سوي. د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي دفتر (BFA) له هیواد څخه د راستنیدونکو شمیر ډیرولو ته دوام ورکوي. د نومبر په لومړیو دوو اونیو کې، بې شمیره انفرادي راستنیدنه او شپږ چارټر بیرته راستنیدني ترسره سوي. په 2023 کې، د ډوبلین لس چارټر بلغاریا ته راستانه سوي او همدارنګه رومانیا او کروشیا هر یوه ته لا دمخه اووه داني ترسره سوي.